Montag, 31. Oktober 2011


د سويډن د مالمو په ښار کې دسکندناويايي هيوادو دواليبال دڅو ټيمونو ترمنځ سيالی ترسره شوه

دسويډن دمالمو په ښارکي دسکاندناويايي هيوادو(سويډن ،دنمارک او ناروی )کي دافغان مېشتو زلمودواليبال لوبډلوترمنځ  د((سپورت ژوند او دمخدره مواد واستعمال د مرگ هرکلی دي)) ترشعارلاندي دواليبال دوستانه سيالي دروان کال دسپتمبرپر ۱۷ ترسره شولې .
دواليبال پدې دوستانه سياليو کښي دپورته يادسوو هيوادونه دواليبال ((۹)) لوبډلو گډون  درلود.
دواليبال په سياليودپيل نه وړاندي راغلو مېلمنوته په سويډن کي د افغانانود علمي او فرهنگي مرکز مشرتابه په استازيتوب دښاغلي انجينرعزيز مقری لخوا ښه راغلاست وويل سو او دخپلو خبرو په جريان کي ئې دځوانانوپه منځ کښي دسپورتي لوبډلودسياليو پر سپورټی اوټولنيزوارزښتونوخبري وکړې اوځوانان ئي په سپورتی لوبو کي برخه اخيستلواوفعال گډون ته وهڅول .
دواليبال په سياليو کي دواليبال لوبډلوپه لاندي ترتيب سره گډون درلود:
۱/  دمالموسويډن  ((سپين غر))لوبډله
۲/ د مالمو  سويډن (( آريانا  ))  لوبډله .
۳/ د آرلوف سويډن  ((الف)))لوبډله .
۴/  د آرلوف سويډن ((خيبر))  لوبډله.
۵/  دستکهلم سويډن ((کابل الف )) لوبډله
۶/ ددنمارک ((ميوند))لوبډله .
۷/ ددنمارک د ((اوډنسې)) لوبډله
۸/د دنمارک  ((کاتب ))لوبډله .
۹/ په ناروی کي د((افغان )) په نوم لوبډله
دا افغاني زلمو لوبډلو دواليبال سيالي ددوستۍ ،خوشحالی اوورورګلوی په فضاکي ((     ۱۳  )) ساعته دوام وموند .
دواليبال سيالي دواليبال دعلاقمندانواونندارچيانولخوادپيل له لمړنۍ شېبې نه تر وروستۍ  شېبې پورې په چکچکو اوږوږنه ډکو خوشحاليوپه چيغوبدرگه کېدل .
دلوبډلودسياليوترپايته رسېدونه وروسته دسيالوپايله پدې ډول اعلان سول :
۱/ د ستکهلم ((کابل الف))  لوبډليلمړی مقام
۲/  دناروی ((افغانی )) لوبډلي دوهم مقام
۳/  دسويډن مالمو آريانا لوبډلې دريم  مقام خپل کړ .
دواليبال دسياليودپايلو تر اعلانېدو وروسته په سويډن کي دافغانانو علمی اوفرهنگی  مرکز دمشرتابه لخوادکوربه ټولنې په توگه ددې سياليو دټولو گډون کوونکونه په سياليو کښي دگډون له امله دزړه له کومې منني اونېکو هيلوپه څرگندولوسره دسياليو لومړی ،دوهم اودريم مقام گټونکوته کپونه  اونوروته يادگاري مډالونه  ورکړل سوه.
دواليبال په سياليو کښي دلوبډلودسيالی  انځورونه  :
                                                                                                                                  ………………………………………………………
 تاسو دا ځاي کليک کړي چه ويديو کليپ وگوري